۰
دانش:

د امریکا او طالبانو د هوکړې متن جدي نیمګړتیاوې درلودې

یکشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۴
په داسې حال کې، چې د امریکا ولسمشر له طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه اعلان کړل، د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش هم وایي، دغه هوکړې جدي نیمګړتیاوې درلودې.
د امریکا او طالبانو د هوکړې متن جدي نیمګړتیاوې درلودې
په داسې حال کې، چې د امریکا ولسمشر له طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه اعلان کړل، د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش هم وایي، دغه هوکړې جدي نیمګړتیاوې درلودې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دانش چې نن یکشنبې د وږي ۱۷ مه یې کابل کې د عاشورا د ورځې په اړه جوړو شویو مراسمو کې وینا کوله د امریکا له خوا د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د لغوه کېدو هرکلی وکړ.

نوموړي و ویل بالااخر د افغانستان نړیوال متحدین پر هغه څه چې افغان حکومت د طالبانو پر نه ژمنیتا ټینګار درلود پوه شول او هغه دا چې یادې ډلې د سولې د مذاکراتو سره سره افغان وژنې ته دوام ورکړی وو او دا خپله سولې ته د طالبانو نه ژمنتیا ښيي.

ښاغلي دانش و ویل، چې د امریکا او طالبانو د سولې تړون کې جدي ستونزې وې او هغه دا چې په یاد متن کې د اوربند خبره نه وه یاده شوې، په داسې حال کې، چې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په تېرو میاشتو کې د څلور ټکو یادونه کوله.

خلیلزاد وړاندې ویلي تر چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو، د افغانستان څخه د بیا نه ګواښ پېښېدو، اوربند او بین الاافغاني مذاکراتو توافق نه وي شوی، د سولې تړون به لاسلیک نه شي.

خو کله یې چې له طالبانو سره قطر کې تر نهم پړاو خبرو وروسته کابل ته د کېدونکې هوکړې متن راوړ نو د اوربند خبره په کې نه وه او هغه و ویل، چې طالبانو پر اوربند ورسره موافقه نه ده کړې او دا موضوع به په بین الاافغاني خبرو کې مطرح شي.

افغان حکومت ټینګار کولو تر چې د سولې په خبرو کې اوربند چې د افغانانو لومړۍ غوښتنه ده نه وي شوی له طالبانو سره د سولې خبرې مانا نه لري.

د ولسمشر دوهم مرستیال نن یو ځل بیا ټينګار وکړ، چې افغان حکومت او ولس سولې ته ژمن دی خو داسې سوله نه غواړي، چې په کې یې جمهوریت، ارزښتونه، اساسي قانون او د تېرو کلونو لاس ته راوړنې په اوبو لاهو شي.

نوموړي و ویل، اوس وخت د دې دی، چې د سولې لپاره یوه ملي سیاسي اجماع جوړه شي.

د ولسمشر دوهم مرستیال پر ټولو ګوندونو او سیاسي څېرو غږ وکړ، چې خپل کوچینې اختلافونه څنډې ته کړي او د حکومت له اصولي دریځ څه ملاتړ وکړي.

هغه دا هم و ویل، چې د سولې په اړه شته خنډونه اوس ولس ته روښانه شول او خلک باید په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخلي او د امارتي نظام پر ځای پر جمهوریت ټینګار وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي