۰

هند وایي پاکستان هڅه کوي کشمیر ته ترهګر د ننه کړي

یکشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۴
د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوال وايي، پاکستان هڅه کوي، کشمیر ته په زیات شمېر کې ترهګر د ننه او ستونزې جوړې کړي.
هند وایي پاکستان هڅه کوي کشمیر ته ترهګر د ننه کړي
د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوال وايي، پاکستان هڅه کوي، کشمیر ته په زیات شمېر کې ترهګر د ننه او ستونزې جوړې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، پاکستان نېږدې ۲۳۰ ترهګر چمتو کړي، څو د کشمیر په بېلا بېلو سیمو کې د ترهګریزه کړنو د تر سره کولو لپاره ولېږي.

د هند د ملي امنیت سلاکار دا هم زیاته کړط، چې په زیاته اندازه وسله هم کشمیر ته قاچاق شوې او د کشمیر خلکو ته ویل شوي چې ستونزې جوړې کړي.

د هغه په وینا دا معلومات یې د ټلیفوني یا راډیویي خبرو د څار او د ځمکنیو استخباراتو له لارې تر لاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم هندي رسنیو راپور ورکړ، چې پاکستان څلور تنه ترهګر کمانډویان په افغاني پاسپورټونو هند ته د ننه کړي تر چې پرې ترهګر بریدونه تر سره کړي.

سرچینو هغه مهال ویلي و، هندي پولیسو د دغه کسانو د موندې لپاره د افغانانو په پلټنو پیل کړی او تر ۱۳ زره پورې افغانانو پاسپورټونه یې کتلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي