۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت غږېږي

دوشنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۴
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا دوشنبې د وږي ۱۹ مه په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه بحثونه وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت غږېږي
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا دوشنبې د وږي ۱۹ مه په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه بحثونه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شورا ته به د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د افغانستان په اړه خپل راپور هم وړاندې کړي.

دوی به په دغه ناسته کې په افغانستان کې روان وضعیت وڅېړي او په اړه به یې خپل اقدامات بیان کړي.

کېدای شي د امنیت په شورا کې تر ډېره پورې د افغانستان په روان امنیتي، سیاسي وضعیت او په ځانګړې ډول د سولې په اړه بحثونه وشي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په خپل راپور کې چې له وړاندې رسنیو خپور کړی و، پر بین الافغاني خبرو او د خبرو له لارې د جګړې پر حل ټینګار شوی دی.

هغه په دې راپور کې د افغانستان وضعیت ښه نه دی ښودلي او ویلي یې دي، چې دغه هېواد لا هم د ملګرو ملتونو مرستې ته اړتیا لري.

نوموړي ټینګار کړی دی، چې افغانستان کې اقتصادي، سیاسي او امنیتي وضعیت خراب دی او په دې سختو شرایطو کې ملګري ملتونه د افغانستان تر څنګ ولاړ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي