۰
روسیه:

د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو بیا پیل ته هیله مندي شته

چهارشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۳
سره له دې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه اعلان کړي، روسیه وایي، تمه شته چې د دواړو تر منځ مذاکرات بیا پیل شي.
د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو بیا پیل ته هیله مندي شته
سره له دې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه اعلان کړي، روسیه وایي، تمه شته چې د دواړو تر منځ مذاکرات بیا پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له تاس خبري آژانس سره مرکه کې کړې دي.

روسیې د مذاکراتو پر لغوه کېدو خواشني ښودلې او کابلوف ویلي، چې دا کار د افغان سولې بهیر کې یوه منفي نښه ده.

کابلوف وايي، له تندو او جنجالي څرګندونو سره سره بیا هم امریکا او طالبان خبرو ته چمتوالی لري او د مذاکراتو د سره پیلېدو په اړه هیله مندي شته ده.

د کابلوف په وینا ښايي افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شي، خو هیله یې څرګندنه کړې، چې د سولې په اړه هڅې باید د تاوتریخوالي له پای ته رسېدو سره مرسته وکړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ټینګار کړی، چې روسي چارواکي به د افغانستان د مسئلې په اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي و، که څه هم خبرې لغوه شوې خو که طالبان خپل کړه وړه بدل کړي د سولې په تړاو مهمه ژمنه عملي کړي، ښايي خبرې ورسره بیا پیل شي.

خو که په وینا یې له خپلې لارې نه اوړي نه خبرې ورسره ناشونې دي او پر وړاندې به یې پوځي فشارونه زور واخلي.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ له طالبانو سره د سولې ۹ میاشتني مذاکرات لغوه اعلان کړل.

هغه دغه مذاکرات د طالبانو له خوا کابل کې د وروستیو کړیو بریدونو په غبرګون کې لغوه کړل ویې ویل، طالبان د سولې د خبرو درشل کې په ورته بریدونو هڅه کوي، امتیازات تر لاسه کړي، خو نه پوهېږي، چې کار یې خراب کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي