۰
راین کراکر:

طالبانو سره باید د اوربند او بین الاافغاني خبرو په شرط مذاکرات پیل شي

چهارشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۵
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر وايي، له طالبانو سره د سولې مذاکرات باید د اوربند او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو کولو په شرط بیا پیل شي.
طالبانو سره باید د اوربند او بین الاافغاني خبرو په شرط مذاکرات پیل شي
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر وايي، له طالبانو سره د سولې مذاکرات باید د اوربند او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو کولو په شرط بیا پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کراکر دغه څرګندونې له فارن پالیسي مجلې سره خبرو کې کړې او ویلي یې دي، چې د مذاکراتو په اړه د ټرمپ وروستۍ پرېکړې امریکايي مرکچیان حیران کړي دي.

د هغه په وینا کله یې چې واورېدل طالب استازي کمپ ډېوېډ ته راځي، په داسې حال کې، چې دا ډله لا هم افغانان او امریکايي سرتېري وژني نو ټکان یې وخوړ.

خو وايي، کله چې خبرو شو، سفر او خبرې دواړه لغوه شوې نو د آرام ساه یې واخیسته، ځکه په خبره یې له طالبانو سره خبرې تېروتنه او دا ناسمه لار ده.

نوموړي فارن پالسي مجلې ته ویلي واقعیت دا دی، چې د امریکا حکومت د افغانستان خلک، ښځې او ماشومان پلوري.

کراکر ټینګار کړی، چې که د طالبانو سره بیا خبرې پیلېږي نو باید په دوه شرطونو دغه خبرې پیل شي، یو دا چې طالبان باید اوربند ومني او بل دا چې د افغانستان له مشروع حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.

نوموړي ټینګار کړی، چې د دغه دوه شرطونو له منلو پرته باید له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د ایستلو خبره شاته وغورځول شي.

د امریکا دغه پخوانی سفیر یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره ۹ میاشتي مذاکرات لغوه کړي او ویلي یې دي، چې نور دغه مذاکرات مړه دي.

خو په ورته وخت کې دا هم ویل کېږي، چې ښايي د امریکا او طالبانو تر منځ بیا خبرې پیل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم تېره اوونۍ ویلي و، چې ښايي له طالبانو سره خبرې بیا پیل شي خو شرط دا دی، چې طالبان باید خپله کړنلاره بدله او مهمه ژمنه عملي کړي.

نوموړي خبرداري ورکړی و، چې که طالبان بدل نه شي او مهمه ژمنه عملي نه کړي، خبرې ورسره ناشوني دي او پوځي فشارونه به پرې زیات شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي