امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه حکم له مخې د پاکستاني طالبانو د مشر نور ولي محسود نوم د نړیوالو ترهګرو لېست کې شامل کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د خزانې وزارت دغه راز پر یو شمېر نورو ترهګرو او د هغوی پر ملاتړو هم د نویو بندیزونو لګولو اعلان کړی دی.
د امریکا د خزانې وزارت په همدې تړاو یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا نوي بندیزونه یې د حماس، د ایران د سپاه پاسداران ځواک په ګډون پر القاعده او د داعش ډلې پر پنځلسو مشرانو لګولي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دا بندیزونه یې د ولسمشر ټرمپ د یو تازه حکم له مخې پر یادو کسانو لګولي.
سرچینه وایي، د ټرمپ دا حکم د دوی واکونه نور هم پیاوړي کوي، چې له امله به یې د ترهګرو ډلو او د هغوی د ملاتړو او مشرانو پر ضد نور کوټلي ګامونه هم واخیستل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل