۰

طالبانو د سولې خبرو د لغوه کېدو په اړه له امریکا وضاحت غوښتی

پنجشنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۱
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې ۹ میاشتني مذاکرات لغوه کړل، طالبانو په یوه خبرپاڼه کې له امریکا په دې اړه وضاحت غوښتی دی.
طالبانو د سولې خبرو د لغوه کېدو په اړه له امریکا وضاحت غوښتی
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې ۹ میاشتني مذاکرات لغوه کړل، طالبانو په یوه خبرپاڼه کې له امریکا په دې اړه وضاحت غوښتی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا او طالبانو تر منځ له تېرو ۹ میاشتو راهیسې پر افغان سوله خبرې روانې او ډېر پرمختګ په کې شوی وو.

په دغه خبرو کې څلور مهم ټکي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو ایستل، د امریکا او نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه کارول، له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکه پرېکول، له افغان حکومت سره مخامخ خبرې او اوربند شامل وو.

امریکايي چارواکو او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د خبرو له پیله ویل تر چې په یادو څلورو ټکو موافقه نه وي شوې، په یوه هم نه کېږي، خو کله چې نهم پړاو خبرې پای ته ورسېدې، د دواړو لورو تر منځ په تیار شوي هوکړه لیک کې یوازې په لومړی دوه ټکو موافقه شوې وه، او دوه نور پاتې و.

کابل ته د خلیلزاد له راتګ او افغان چارواکو ته د هوکړې د متن له ښکاره کولو وروسته معلومه شوه، چې سوله یوازې د امریکا او طالبانو تر منځ ده او نور به جګړه دوام ولري، چې دغه کار هم په افغانستان کې د ننه او هم بهر کې خبرګونونه راوپارول.

تر دې وروسته طالبانو ډلیزو او ځانمرګو بریدونو ته هم زور ورکړ، چې د هم د سولې روانو خبرو ته سخت زیان واړوه او همدا سبب شو، چې امریکا په نویمه دقیقه کې له خبرو شاته شي او ټرمپ له طالبانو سره خبرې لغوه کړي.

ټرمپ ویلي و، غوښتل یې له طالب استازو او ولسمشر غني سره په ډیويډ کمپ کې وګوري خو دا چې طالبانو کابل کې خونړی برید وکړ او یو امریکايي سرتېری په کې و وژل شو، نو دغه لیدنه او د سولې خبرې یې دواړه لغوه کړې.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې وه، طالبانو فکر کولو چې د بریدونو په زیاتولو سره خپل قوت وښي او د سولې پروسه کې زیات امتیازات ترلاسه کړي، خو خبره یې خرابه کړه او خپله کمزوريې وښودله.

له دې وروسته ټرمپ په یوه بل ټوېټ کې و ویل، چې نور له طالبانو سره د سولې خبرې مړې شوې دي او پر وړاندې به یې بریدونه زیات شي.

ټرمپ د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر پېښې د ۱۸ یاد غونډې په مراسمو کې یو ځل بیا طالبانو ته ګواښ وکړ، چې سخت بریدونه به پرې وکړي.

د ټرمپ له خوا د سولې د خبرو تر لغوه کېدو وروسته که څه هم طالبانو په یوه اعلامیه کې و ویل، چې د سولې خبرو په درولو سره به ډېر زیان امریکا وکړي، خو په تازه خپره کړې خبرپاڼه کې یې له امریکا په دې اړه وضاحت غوښتی دی.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي طالبانو په رسمي ډول له امریکا غوښتی، چې د سولې د خبرو د لغوه کولو په اړه وضاحت ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي