۰
لیندسي ګراهام:

له افغانستان د ځواکونو ایستل به د سپټمبر یوولسمه تکرار کړي

پنجشنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۶
امریکايي مشهور سناتور لیندسي ګراهام خبرداری ورکړی، که امریکا له افغانستانه ځواکونه وباسي نو د سپټمبر پېښې به بیا تکرار شي.
له افغانستان د ځواکونو ایستل به د سپټمبر یوولسمه تکرار کړي
امریکايي مشهور سناتور لیندسي ګراهام خبرداری ورکړی، که امریکا له افغانستانه ځواکونه وباسي نو د سپټمبر پېښې به بیا تکرار شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګراهام د سپټمبر پېښې د ۱۸ مې کلیزې سره سم خبرو کې ویلي، چې دغه بریدونه په افغانستان کې پلان شوي وو.

د هغه په وینا همدې ته په کتو که له افغانستانه ځواکونه و ایستل شي، نو د دې سبب کېږي، چې ورته پېښې بیا تکرار شي.

د نوموړي په وینااړتیا ده، چې امریکا د خپل ملي امنیت د خوندیتابه لپاره په افغانستان کې اوږدمهاله حضور ولري.

امریکايي سناتور په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور او د تېرو کلونو لاس ته راونې مهمې بللې او ویلي یې دي هڅه به وکړي، چې د دغه لاس ته راوڼو د ساتلو لپاره امریکايي ځواکونه افغانستان کې پاتې شي.

سناتور ګراهام دا هم ویلي، هڅه کوي، چې په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو د تر سره کېدو لپاره ملاتړ جذب کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي