امنیتي چارواکي وایي، پلازمېنه کابل کې د کمانډو ځواکونو د نظام قرول مخې ته په شوي موټر بم ځانمرګی برید کې ۷ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، برید نن پنشنبې د وږي ۲۱ مه غرمه لس کم ۱۲ بجې د کابل په چهارآسیاب ولسوالۍ کې د ملي اردو د کمانډو ځواکونو د نظام قراول مخې ته شوی دی.
هغه د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو په ورته وخت کې دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د برید پخلی او په کې د ۷ سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت ویلي، برید د مارسډیس ډوله موټر په وسیله شوې، چې له امله یې د ځانګړو ځواکونو څلور سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل