۰

اناردره بېرته افغان ځواکونو ونیوه

شنبی ۲۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۱
د فراه ولایت اناردره ولسوالي، چې څو ورځې وړاندې طالبانو ولکه کړې وه، بېرته افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې راوستې ده.
اناردره بېرته افغان ځواکونو ونیوه
د فراه ولایت اناردره ولسوالي، چې څو ورځې وړاندې طالبانو ولکه کړې وه، بېرته افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې راوستې ده.

امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولسوالۍ د نیولو لپاره تېره شپه (د وږي ۲۲مه) د افغان ځواکونو عملیات پیل شوي و، چې بهرنیو ځواکونو یې هم ملاتړ کاوه.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب جمهور خبري آژانس ته و ویل، افغان ځواکونه وتوانېدل، چې د اناردرې مرکز او ګڼې نورې سیمې له طالبانو پاکې کړي.

نوموړی وایي، په عملیاتو کې ۳۵ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي، خو ښایي تلفات یې تر دې هم ډېر وي.

د سیمې خلک او ولایتي شورا هم په عملیاتو کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو او له ځینو سیمو د طالبانو د پاکولو پخلی کړی دی.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي