کندهار: په یوه داخلي برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي دي

23 سنبله 1398 ساعت 12:14

امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې په یوه داخلي برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي دي.


امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې په یوه داخلي برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د وږي ۲۲مه) د کندهار لایت د شاولي کوت ولسوالۍ په داماني سیمه کې د پولیسو په یوه مرکز کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د پولیسو ویاند لومړی څارن جمال بارکزی یوازې د پېښې پخلی کوي وايي، جزیات به وروسته په داګه شي.

خو د شاه ولیکوټ یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، دوه پولیسو په خپلو همکارانو د ټوپک شپېلۍ وراړولې او ۱۱ تنه یې وژلي دي.

د سرچینې په وینا په وژل شویو پولیسو کې د داماني د پولیسو د مرکز مشر سیف الله ماما هم شامل دی.

سرچینه زیاتوي، چې برید په پیره د دوه ولاړو پولیسو خوا شوی او تر برید وروسته یې وسلې او موټر هم له ځان سره وړي دي.

دغه سرچینې زیاته کړې، بریدګر د طالبانو نفوذي کسان و او له تېرو څو میاشتو راهیسې یې د پولیسو په لیکو کې دنده تر سره کوله.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 


د مطلب کود: 120326

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120326/

جمهور
  https://www.jomhornews.com