امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې په یوه داخلي برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د وږي ۲۲مه) د کندهار لایت د شاولي کوت ولسوالۍ په داماني سیمه کې د پولیسو په یوه مرکز کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د پولیسو ویاند لومړی څارن جمال بارکزی یوازې د پېښې پخلی کوي وايي، جزیات به وروسته په داګه شي.
خو د شاه ولیکوټ یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، دوه پولیسو په خپلو همکارانو د ټوپک شپېلۍ وراړولې او ۱۱ تنه یې وژلي دي.
د سرچینې په وینا په وژل شویو پولیسو کې د داماني د پولیسو د مرکز مشر سیف الله ماما هم شامل دی.
سرچینه زیاتوي، چې برید په پیره د دوه ولاړو پولیسو خوا شوی او تر برید وروسته یې وسلې او موټر هم له ځان سره وړي دي.
دغه سرچینې زیاته کړې، بریدګر د طالبانو نفوذي کسان و او له تېرو څو میاشتو راهیسې یې د پولیسو په لیکو کې دنده تر سره کوله.
جمهورخبري آژانس:کندهار