۰
دفاع وزرات:

غزني کې مو د طالبانو د وسلو او مهماتو زېرمه له منځه وړې

شنبی ۲۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۹
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه له منځه وړې ده.
غزني کې مو د طالبانو د وسلو او مهماتو زېرمه له منځه وړې
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه له منځه وړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن شنبې د وږي ۲۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان کمانډو او د ملي امنیت ۷۰۳ ځانګړو ځواکونو تېره شپه د غزني مقر ولسوالۍ کې د طالبانو د نظامي مسوول حافظ جهانګیر په مرکز عملیات کړي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي عملیاتو کې د حافظ جهانګیر مرکز په بشپړه توګه له منځه وړل شوی او ۲۶ طالبان هم وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه مرکز کې د طالبانو ۱۲۰ بوشکې ماینونه، ۲ زره کیلوګرامه چاوېدونکي توکي، یو کرولا موټر او ۲۶ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.

وزارت وايي، طالبانو دغه چاودېدونکي توکي له ګاوندي هېواده راوړي و او دلته یې د القاعده شبکې د ماین جوړونکو پر مټ ماینونه جوړول او چاودنې یې کولې.

د وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د عملیاتو پر مهال د امنیت یو سرتېری هم ټپي شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي