۰

افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرې ودرولې

شنبی ۲۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۹
افغان حکومت اعلان وکړ، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو پورې یې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې درولې او د حکومت لومړیتوب ټاکنې دي.
افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرې ودرولې
افغان حکومت اعلان وکړ، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو پورې یې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې درولې او د حکومت لومړیتوب ټاکنې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن شنبې د وږې ۲۳ مه کابل کې د رسنیو په مرکز کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې طالبان سولې ته ژمن نه دي، په جګړه ټینګار کوي او د سولې اصلي مانع دوی دی.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه دا چې د ولسمشرۍ ټاکنې رانېږدې شوې نو حکومت ته دا مهال ټاکنې لومړیتوب لري او په همدې خاطر یې د سولې خبرې وځنډولې.

نوموړي زیاته کړه، چې د ټاکنو تر سره کېدو وروسته به راتلونکي حکومت د سولې خبرې بیا له یوه قوي موقف څخه پیل کړي، خو په اوس وخت کې د حکومت لومړیتوب د ولسمشرۍ ټاکنې دي.

هغه ټینګار وکړ، چې راتلونکی حکومت به هڅه وکړي، چې طالبان له جګړې لاس په سر شي او د سولې خبرې پیل کړي.

افغان حکومت پر داسې مهال له طالبانو سره د سولې خبرې دروي، چې اوونۍ وړاندې امریکا هم له طالبانو سره د سولې ۹ میاشتني مذاکرات لغوه اعلان کړل.

د امریکا ولسمشر ټرمپ کابل کې د طالبانو له خوا وروستي برید ته په اشارې ویلي وو، چې طالبان له یوې خوا د سولې خبرې کوي او له بلې خوا یې بریدونو ته زور ورکړی.

نوموړي زیاته کړې وه، چې کابل کې د طالبانو د وروستي برید له امله یې چې په کې یو امریکایي سرتېری هم و وژل شو، د هغوی له مشرانو سره لیدنه او دغه راز د سولې خبرې لغوه کړې دي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم و ویل، چې د طالبانو له خوا په یوه وخت کې د سولې خبرو او بریدونو پر مخ وړل د رښتینې سولې په مانا نه ده.

د هغه په وینا که طالبان سولې ته ژمن وايي، لومړی یې باید د بې ګناه ملکي وګړو وژنه درولې وایی او اوربند یې کړی واي.
بل خوا په دې خبري ناسته کې صدیقي د پاکستان هغه ادعا هم په کلکه رد کړه، چې ګڼې هند هڅه کوي، د افغانستان له لارې په پاکستان کې ناامنیي خوره کړي.

دغه ادعا د پاکستان لومړي وزیر عمران خان کړې وه، خو صدیقي وايي، د پاکستان دغه ادعا بې بنسټه ده او افغانستان به هېڅ هېواد ته دا اجازه ورنکړي، چې خاوره یې د بل چا پر ضد وکارول شي.

صدیقي و ویل، دا پاکستان دی، چې د ترهګرو ځالې په کې دي او تل یې خاوره د افغانستان پر ضد کارولې ده.

د هغه په وینا کله چې نړیوال په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره سره یو خوله شول، یوازیني هېواد کې په دې برخه کې یې تر اوسه څه نه دي کړي، هغه پاکستان دی.

د ولسمشر ویاند ټینګار وکړ، چې د پاکستان خاوره تل د افغانستان پر ضد کارول شوې او اوس هم په دغه هېواد کې د ترهګرو پټنځایونه شته دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي