۰

د حکمتیار وروستیو څرګندونو مشرانو جرګه کې غبرګونونه راوپارول

یکشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۲
د حکمتیار وروستۍ څرګندونې چې ویلي و غازي امان الله خان او احمد شاه مسعودي ملي اتلان نه دي په مشرانو جرګه کې سخت غبرګونونه راوپارول.
د حکمتیار وروستیو څرګندونو مشرانو جرګه کې غبرګونونه راوپارول
د حکمتیار وروستۍ څرګندونې چې ویلي و غازي امان الله خان او احمد شاه مسعودي ملي اتلان نه دي په مشرانو جرګه کې سخت غبرګونونه راوپارول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې ځینو غړو د حکمتیار دغه څرګندونې د افغان ولس تر منځ نفاق رامنځ ته کولو ته لمن وبلل او هغه یې له اساسي قانون څخه په سرغړونې تورن کړ.

د جرګې غړي رحمت الله اڅکزي وویل افغان ولس د سولې له پروسې د حکمتیار له یو ځای کېدو هرکلی وکړ، خو په خواشنۍ هغه له لومړۍ ورځې د افغانستان د ولسونو تر منځ د واټن او نفاق رامنځ ته کولو ته لمن وهي.

نوموړي خبرداری ورکړ، که حکمتیار له ورته څرګندونو ډډه ونه کړي، نو ولس به یې پر وړاندې راپورته شي، ځکه امان الله خان او مسعود د ولس ملي اتلان دي.

اڅکزي و ویل، نه پوهېږي، چې له دې ډول څرګندونو د حکمتیار موخه څه ده، خو په وینا یې ښاغلی حکمتیار له څرنګه چې ویل کېږي، جنرال ضیاالحق یې پر اوږو چپنه وراچولې وه، اوس هم ښایي بهرنیو استخباراتو ته کار کوي.

خو د اڅکزي دغه څرګندونې د سنا جرګې د غړي او د اسلامي حزب د سیاسي کمېټې د مشر غیرت بهیر غبرګون راوپاروه وې ویل، چې حکمتیار د بیان د آزادۍ پر بنسټ څرګندونې کړې دي.

د هغه په وینا حکمتیار ځکه امان الله خان اتل نه بولي، چې هغه (امان الله خان) د اسلامي اصولو خلاف د ښځو له سره په زور ټکري ښکته کول او مسعود د قهرماني په اړه هم کومه ټولپوښتنه نه ده شوې.

نوموړي دا تور هم رد کړ، چې ګڼې ضیاالحق د حکمتیار پر اوږو چپه وراچولې او ویې ویل که څوک دغه ډول ثبوت لري وړاندې یې دې کړي.

د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار او د هغه لومړي مرستیال اېزد یار بیا و ویل، چې د غازي امان الله خان او احمد شاه مسعود مېړانې له چا پټې نه دي او کوم القاب چې دوی ته ورکړل شوي، د افغان ولس له خوا ورکړل شوي دي.

دوی ټینګار کولو، چې د افغانستان ولس د هېواد روانو حالاتو ته ځیر دي او څوک چې نفاق ته لمن وهي، هغوی به خپله زیان وویني.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي