۰

فراه کې ماین چاودنې پنځه تنه وژلي

دوشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۳
امنیتي چارواکي وایي، فراه ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې پنځه تنه ښځې او ماشومان وژل شوي دي.
فراه کې ماین چاودنې پنځه تنه وژلي
امنیتي چارواکي وایي، فراه ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې پنځه تنه ښځې او ماشومان وژل شوي دي.

د جمهور آژنس د خبر له مخې پېښه پرون یکشنبې د وږي ۲۴ مه د فراه ولایت په شېخ کاریز سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د فراه د پولیسو ویاند محب الله محب وايي، د ولسي وګړو موټر له یوې سیمې بلې ته روان و، چې په شېخ کاریز سیمه کې د طالبانو له لوري په اېښودل شوي ماین ختلی دی.

نوموړي زیاته کړه، په موټر کې پنځه ښځې او ماشومان سپاره و، چې ټول وژل شوي دي.

د ماین چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی خو د پولیسو ویاند په یاده سیمه کې له طالبانو سره د جګړې خبر هم ورکړی دی.

محب ویلي، جګړه هغه مهال ونښته، چې طالبانو په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو په یوه اکمالاتي کاروان برید وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه بید کې شپږ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي، خو د افغان ځواکونو د زیان په اړه یې څه ونه ویل.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه ټوېټ کې د جګړې پخلی کړی ویلي یې دي، چې دوی د افغان او امریکايي ځواکونو په کاروان برید کړی دی.

هغه زیاته کړې، چې په دې برید کې یې څلور سرتېري وژلي او څو نور ټپیان شوي، خو د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي