برېتانیا:

د افغان جګړې ښکېلو لورو ته پکار ده، چې مخامخ خبرو ته کېني

31 سنبله 1398 ساعت 9:41

برېتانیا وایي، د افغانستان جګړه یوازې د خبرو له لارې حل کېدی شي او د پای ته رسېدو لپاره یې ښکېل لوري اړ دي، چې مخامخ خبرو ته سره کېني.


برېتانیا وایي، د افغانستان جګړه یوازې د خبرو له لارې حل کېدی شي او د پای ته رسېدو لپاره یې ښکېل لوري اړ دي، چې مخامخ خبرو ته سره کېني.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې کابل کې د برېتانیا شارژدافیر جایلز لیور کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه باید د خبرو له لارې حل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې څلوېښت کاله جګړه وشوه او هره ورځ د افغانانو وینې توېږي، چې نور یې باید د پای ته رسېدو لپاره کار وشي.

جایلز ليور ویلي، دغه جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او ښکېلو لورو ته په کار ده چې مخامخ خبرو ته سره کېني.

کابل کې د برېتانیا شارژدافیر ټینګار کړی، چې تر ټاکنو وروسته د نوي حکومت تر ټولو مهم لومړیتوب باید سوله وي او برېتانیا یې ملاتړ کوي.

د هغه به وینا برېتانیا تل د سولې په ټولو هڅو کې همکاري کړې ده او تر ټاکنو وروسته هم د سولې له هر ډول هڅو خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.

نوموړي تمه ښودلې، چې راتلونکې ټاکنې په امنه فضا کې ترسره شي او افغانان وکړی شي د خپلې خوښې کاندید ته خپله رایه وکاروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120607

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120607/

جمهور
  https://www.jomhornews.com