حنیف اتمر نه په ټاکنو کې ګډون کوي نه له چا ملاتړ

2 میزان 1398 ساعت 13:12

د ولسمشرۍ ټاکنو یو نوماند محمد حنیف اتمر وايي، نه په راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوي او نه هم له کوم بل نوماند څخه ملاتړ.


د ولسمشرۍ ټاکنو یو نوماند محمد حنیف اتمر وايي، نه په راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوي او نه هم له کوم بل نوماند څخه ملاتړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اتمر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، که ټاکنې ځنډېږي نو د ده د نوماندۍ حق خوندي دی.

سرچینه کاږي، چې په راتلونکو ټاکنو کې به اتمر بې طرفه پاتې شي او د هېڅ بل نوماند څخه به ملاتړ ونه کړي.

د یادونې ده، تر دې وړاندې داسې راپورونه و، چې ګڼې اتمر د محمد اشرف غني په مشرۍ له دولت جووړنکي ټیم سره جوړجاړی کړی او ښايي د هغه په ګټه تېر شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 120670

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120670/

جمهور
  https://www.jomhornews.com