۰

حنیف اتمر نه په ټاکنو کې ګډون کوي نه له چا ملاتړ

سی شنبه ۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۲
د ولسمشرۍ ټاکنو یو نوماند محمد حنیف اتمر وايي، نه په راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوي او نه هم له کوم بل نوماند څخه ملاتړ.
حنیف اتمر نه په ټاکنو کې ګډون کوي نه له چا ملاتړ
د ولسمشرۍ ټاکنو یو نوماند محمد حنیف اتمر وايي، نه په راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوي او نه هم له کوم بل نوماند څخه ملاتړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اتمر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، که ټاکنې ځنډېږي نو د ده د نوماندۍ حق خوندي دی.

سرچینه کاږي، چې په راتلونکو ټاکنو کې به اتمر بې طرفه پاتې شي او د هېڅ بل نوماند څخه به ملاتړ ونه کړي.

د یادونې ده، تر دې وړاندې داسې راپورونه و، چې ګڼې اتمر د محمد اشرف غني په مشرۍ له دولت جووړنکي ټیم سره جوړجاړی کړی او ښايي د هغه په ګټه تېر شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي