پروان کې یو کس خپله مېرمن او څلور اولادونه وژلي

2 میزان 1398 ساعت 14:29

سیمه ییز چارواکي وايي، پروان ولایت کې یو کس د خپلې کورنۍ پنځه تنه د ټوپک په ډوز وژلي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، پروان ولایت کې یو کس د خپلې کورنۍ پنځه تنه د ټوپک په ډوز وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن سه شنبې د تلې ۲ مه د پروان ولایت جبل سراج ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

چارواکي وایي، دغه کس چې په نشه يي توکو روږدی و، خپله مېرمن او څلور اولادونه په ډزو وژلي دي.

د دوی په وینا د پېښې اصلي لامل کورنۍ ستونزې وې او تورن کس هم د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120681

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120681/

جمهور
  https://www.jomhornews.com