سیمه ییز چارواکي وايي، پروان ولایت کې یو کس د خپلې کورنۍ پنځه تنه د ټوپک په ډوز وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن سه شنبې د تلې ۲ مه د پروان ولایت جبل سراج ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
چارواکي وایي، دغه کس چې په نشه يي توکو روږدی و، خپله مېرمن او څلور اولادونه په ډزو وژلي دي.
د دوی په وینا د پېښې اصلي لامل کورنۍ ستونزې وې او تورن کس هم د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل