پکتیا کې د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم یو غړی وژل شوی

3 میزان 1398 ساعت 8:12

ناپېژانده وسله والو کسانو پکتیا ولایت کې یو تن قومي مشر او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټاکنیز ټیم یو غړی وژلی دی.


ناپېژانده وسله والو کسانو پکتیا ولایت کې یو تن قومي مشر او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټاکنیز ټیم یو غړی وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د تلې ۲ مه د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې رامنځ ته شوې ده.

چارواکي وایي، ناپېژانده وسله والو کسانو ګردیز ښار کې قومي مشر او د ثبات او همپالنې د ټیم غړی وکیل جان محمد جلالي په ډزو وژلی دی.

د افغان حکومت اجرائیه رییس او د ثبات او همپالنې د ټاکنیز ټیم مشر عبدالله عبدالله د وکیل جان محمد جلالي وژنه په کلکه غندلې ده.

نوموړي له امنیتي اداره په کلکه غوښتي، چې د جلالي وژونکي د نیولو په اړه جدي پلټنې وکړي.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 


د مطلب کود: 120696

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120696/

جمهور
  https://www.jomhornews.com