د ولسي جرګې د یوه غړي په دفتر کې چاودنه شوې ده

3 میزان 1398 ساعت 14:41

سیمه ییز چارواکي وايي، ولسي جرګه کې د هلمند ولایت د استازي غلام ولي افغان په دفتر کې چاودنه شوې او دوه تنه یې ټپیان کړي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، ولسي جرګه کې د هلمند ولایت د استازي غلام ولي افغان په دفتر کې چاودنه شوې او دوه تنه یې ټپیان کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن چهارشنبې د تلې ۳ مه شاوخوا دوه بجې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د وکیل غلام ولي افغان په دفتر کې شوې ده.

د هلمند د والي د مطبوعاتي دفتر مسوول زاهد اتل وايي، په چاودنه کې خپله افغان ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی خو دوه تنه نور ټپین شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې د افغان د دفتر په یوه خونه کې مقناطسي ماین اېښودل شوی و چې چاودنه یې کړې ده.

د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 120722

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120722/

جمهور
  https://www.jomhornews.com