۰
طالبانو ته د ملګرو ملتونو خبرداری:

یاماماتو په قطر کې له طالبانو مشرانو غوښتي، چې ټاکنو ته ستونزې جوړې نه کړي

پنجشنبه ۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۷
ملګرو ملتونو د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې یو ځل بیا له وسله والو طالبانو غوښتي، چې په ټاکنو کې ستونزې جوړې نه کړي.
یاماماتو په قطر کې له طالبانو مشرانو غوښتي، چې ټاکنو ته ستونزې جوړې نه کړي
ملګرو ملتونو د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې یو ځل بیا له وسله والو طالبانو غوښتي، چې په ټاکنو کې ستونزې جوړې نه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غوښتنه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو په قطر کې د طالبانو د مشرانو سره لیدنه کې کړې ده.

یاماماتو پرون سه شنبې د تلې ۳ مه د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی او د طالبانو له استازو سره یې لیدلي او پر ځینو مسایلو یې ورسره خبرې کړې.

د یوناما له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاماماتو طالب استازو ته ویلي، چې انتخابات یو مدني حرکت دی او باید ستونزې ورته جوړې نه کړي.

په خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شوي، چې پر ملکي خلکو او انتخاباتي مرکزونو حملې پر نړیوالو قوانینو تېری دی او جنګي جنایت ګڼل کېدلی شي.

یاماماتو هم طالب استازو ته ویلي، چې پر هغو ملکي افغانانو چې په ټاکنو کې ګډون کوي، حمله پر نړیوالو قوانینو واضح تېری دی.

هغه دا هم زیاته کړې، چې د ټاکنو په بهیر کې پر ملکي وګړو حمله کوونکي به د خپلو اعمالو ځواب ورکوي.

په قطر کې د طالبانو استازي سهیل شاهین هم تایید کړې، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په دوحه کې له طالب مشرانو سره کتلي، خو د خبرو په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.

خو طالبانو تر دې وړاندې ټاکنې یوه جعلي پروسه او د سولې لپاره زیانمنونکې بللې او ګواښ یې کړی ، چې په خپل ټول توان به یې مخه نیسي.

ملګري ملتونه پر داسې مهال له طالبانو د ټاکنو په بهیر کې د بریدونو نه کولو او ستونزو نه جوړولو غوښتنه کوي، چې څو ورځې وړاندې په پروان کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم د کمپاین برید وشو او تر ۸۰ زیاتو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

د پروان د برید مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي