عبدالله:

طالبان د ملکي وګړو په ګواښلو خپل هدف ته نه شي رسېدی

6 میزان 1398 ساعت 8:03

د افغان حکومت اجرائیه رییس او د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم خپله رایه وکاروله او له خلکو یې وغوښتل، چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او خپله اراده تمثیل کړي.


د افغان حکومت اجرائیه رییس او د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم خپله رایه وکاروله او له خلکو یې وغوښتل، چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او خپله اراده تمثیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عبدالله چې نن شنبې د تلې ۶ مه سهار مهال په نادریه لسېه کې خپله رایه وکاروله په ټاکنو د خلکو له ګډون او د امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه.

نوموړي ټاکنو ته د طالبانو د ګواښ په اړه و ویل«د افغانستان د یوه وګړي او رایه ورکوونکي په توګه طالبانو ته وایم، چې د ملکي وګړو پر وړاندې ستاسو هر ډول ګواښ او مرګ ژوبله ستاستو قوت نه ښيي.»

هغه ټینګار وکړ، چې د طالبانو ګواښ او د ملکي وګړو مرګ ژوبله هغه څه نه دي، چې طالبان به خپل هدف ته پرې ورسېږي.

ده د ټاکنو پر کمېسیون غږ وکړ، چې د ټاکنو شفافیت ته پوره پاملرنه وکړي، د ولس، افغان ځواکونو او ولسوالۍ ټولو اصولو ته د شفافو ټاکنو په تر سره کولو درناوی وکړي.

د افغان حکومت اجرائیه رییس وايي، د نن ورځې ټاکنې د ولسوالۍ لپاره یوه مهمه ورځ ده او تمه لري، چې د ورځې تر پایه پورې خلک په پراخه کچه ټاکنو کې ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 120774

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120774/

جمهور
  https://www.jomhornews.com