د افغان حکومت اجرائیه رییس او د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم خپله رایه وکاروله او له خلکو یې وغوښتل، چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او خپله اراده تمثیل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې نن شنبې د تلې ۶ مه سهار مهال په نادریه لسېه کې خپله رایه وکاروله په ټاکنو د خلکو له ګډون او د امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه.
نوموړي ټاکنو ته د طالبانو د ګواښ په اړه و ویل«د افغانستان د یوه وګړي او رایه ورکوونکي په توګه طالبانو ته وایم، چې د ملکي وګړو پر وړاندې ستاسو هر ډول ګواښ او مرګ ژوبله ستاستو قوت نه ښيي.»
هغه ټینګار وکړ، چې د طالبانو ګواښ او د ملکي وګړو مرګ ژوبله هغه څه نه دي، چې طالبان به خپل هدف ته پرې ورسېږي.
ده د ټاکنو پر کمېسیون غږ وکړ، چې د ټاکنو شفافیت ته پوره پاملرنه وکړي، د ولس، افغان ځواکونو او ولسوالۍ ټولو اصولو ته د شفافو ټاکنو په تر سره کولو درناوی وکړي.
د افغان حکومت اجرائیه رییس وايي، د نن ورځې ټاکنې د ولسوالۍ لپاره یوه مهمه ورځ ده او تمه لري، چې د ورځې تر پایه پورې خلک په پراخه کچه ټاکنو کې ګډون وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل