د غزني د امنیه قوماندانۍ ملکي مرستیال وژل شوی دی

8 میزان 1398 ساعت 13:13

سیمه ییز چارواکي وایي، وسله والو طالبانو د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ ملکي مرستیال میرزا حسین سروش وژلی دی.


سیمه ییز چارواکي وایي، وسله والو طالبانو د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ ملکي مرستیال میرزا حسین سروش وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا میرزا حسین سروش په میدان وردګو ولایت کې وژل شوی او مړی یې هم په همدې ولایت کې موندل شوی دی.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وایي، د امنیه قوماندانۍ ملکي مرستیال کابل ته په رخصتۍ تللی و، چې د بېرته راتګ پر مهال طالبانو د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په سالارو سیمه کې له موټره ښکته کړی وو.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو نوموړی تر برمته کولو وروسته وژلی، چې مړی یې پرون ناوخته د دې ولایت په جغتو ولسوالس کې موندل شوی.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 


د مطلب کود: 120866

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120866/

جمهور
  https://www.jomhornews.com