حوثي وسله والې ډلې سلګونه بندیان خوشي کړي دي

9 میزان 1398 ساعت 8:50

د سره صلیب نړیواله اداره وايي، په یمن کې حوثي وسله والې ډلې په یوه اړخیز اقدام کې سلګونه زندانیان خوشي کړي دي.


د سره صلیب نړیواله اداره وايي، په یمن کې حوثي وسله والې ډلې په یوه اړخیز اقدام کې سلګونه زندانیان خوشي کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په خوشي شویو کسانو کې د هغه زندان ۴۲ بندیان هم شامل دي، چې تېره میاشت پرې بمبار شوی وو.

د حوثيانو له خوا د زندانیانو خوشي کول د هغه بهیر برخه ده، چې ملګرو ملتونو په یمن کې د سولې لپاره پیل کړی دی.

. د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارټن ګرېفېت هیله ښودلې چې د حوثیانو له دې ګام سره به جګړه کې ښکېلې دواړه غاړې نور زندانیان هم خوشي کړي.

د یادونې ده، چې ښکېلو غاړو تېره دسمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په منځکړتوب یوه هوکړه کړې وه، چې په درېیو مادو کې یې یوه د زندانیانو د تبادلې په اړه وه.

حوثیانو د دوشنبې پر ورځ ویلي چې دوی به د درېیو سعودي اتباعو په ګډون ټولټال ۳۵۰ زندانیان خوشي کوي.

دوی پر مخالف لوري یا د یمن پر حکومت هم غږ کړی چې ورته ګام پورته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120893

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120893/

جمهور
  https://www.jomhornews.com