۰

ښايي خلیلزاد نن له طالب پلاوی سره وګوري

پنجشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۹
پاکستانۍ رسنیو ویلي، کېدای شي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن د طالبانو د پلاوي سره وګوري.
ښايي خلیلزاد نن له طالب پلاوی سره وګوري
پاکستانۍ رسنیو ویلي، کېدای شي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن د طالبانو د پلاوي سره وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوی او د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوی دواړه د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې دي.

خلیلزاد او وروسره پلاوی د تېرې شنبې په ورځ اسلام آباد ته تللی او د طالبانو د قطر دفتر پلاوی پرون چهارشنبې اسلام آباد ته رسېدلی دی.

د پاکستان جیو نیوز تلوېزیون ویلي اسلام آباد ته بلل شوی طالب پلاوی خبر دی، چې خلیلزاد همدلته دی او ورسره یې د لیدنې رضایت ښودلی دی.

دغه رسنۍ زیاتوي، نن به خلیلزاد، پاکستاني چارواکي او طالب مشران ګډه غونده ولري، چې دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې ده.

تر اوسه په دې اړه جزیات نشته، چې خلیلزاد او پاکستاني چارواکو سره لیدلي کنه خو راپورونه وايي، اسلام آباد ته د خلیلزاد او طالب پلاو د سفر موخه پر افغان سولې خبرې او د سولې د مذاکراتو بیا پیلول دي.

خلیلزاد او د طالبانو پلاوی پر داسې مهال اسلام آباد ته ځي او پر افغان سولې خبرې کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د امریکا خبرې لغوه کړې دي.

په ورته وخت کې افغان حکومت وایي، د افغانانو له مشرۍ او مالکیت پرته د سولې خبرې به مثبتې پایلې ونه لري.

افغان حکومت وایي، دوی سولې ته ژمن دی، خو هغه سوله چې مشري او مالکیت یې د افغانانو پر غاړه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي