۰
د ولسي جرګې رییس ته د مشرانو جرګې د رییس خبرداری!

بې بایومتریک رایې باید حساب شي، رحماني ځان د وپېژنه

یکشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۰
د مشرانو جرګې د بې بایومتریک رایو پر حساب یو ځل بیا ټینګار وکړ او د ولسي جرګې رییس ته یې خبرداری ورکړ، چې په دې اړه له بې ځایه نیوکو ډډه وکړي.
بې بایومتریک رایې باید حساب شي، رحماني ځان د وپېژنه
د مشرانو جرګې د بې بایومتریک رایو پر حساب یو ځل بیا ټینګار وکړ او د ولسي جرګې رییس ته یې خبرداری ورکړ، چې په دې اړه له بې ځایه نیوکو ډډه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د نن یکشنبې تلې ۱۴ مې په عمومي غونډه کې و ویل، نه باید هغه رایې، چې له بایومتریک پرته په شفاف ډول کارول شوې بې حسابه پاتې شي.

د هغه په وینا د درغلیو پلوي نه دی، بلکې کمېسیون باید د تقلبي او بې بایومتریک رایو تر منځ په شفاف ډول توپیر وکړي او هغه رایې چې پرته له بایومتریک کارول شوې او پاکې دي باید حساب کړي.

د مشرانو جرګې رییس تر دې وړاندې د جرګې د تېرې سه شنبې ورځې په غونده کې همدا خبره کړې وه، خو خبردای یې ورکړی و، چې بې بایومتریک رایې به د کمېسیون په پلار هم حساب کړي، چې بیا یې له دې څرګندونو رسمي بښنه وغوښته.

د فضل الهادي مسلم یار دغه څرګندونو سخت غبرګونونه راوپارول، چې د ولسي جرګې د رییس میر رحمان رحماني غبرګون هم په کې و.

رحماني د مسلم یار د څرګندونو په اړه ویلي و، چې د هغه څرګندونې ستونزې رامنځ ته کوونکې دي او له دې ډول څرګندونو باید ډډه وکړي.

خو د رحماني د دغه څرګندونو په غبرګون کې مسلم یار نن د جرګې په غونده کې هغه ته خبرداری ورکړ، چې خپل ځان او ځای وپېژني او بې ځایه نیوکې دې نه کوي.

ښاغلي مسلم یار و ویل«دومره درته وایم، چې ځان د اصلاح کړه، که نه د افغانستان ټولو خلکو ته معلومه ده، چې په کوم فساد سره دې ځان د ولسي جرګې ریاست ته ورساوه، لطفن خپل وزن وګوره او بیا نظر ورکوه.»

مسلم یار زیاته کړه، دا چې د ده په پلار کلیمه یې کارولې وه، تېروتنه یې کړې او بښنه یې وغوښتنه، خو د رایو د شمار په اړه په هماغه پخواني دریځ ولاړ دی.

د هغه په وینا که څه هم دا دریځ یې د ټاکنو کمېسیون د پرېکړو پر اساس وو خو بیا هم د رایو شمېرولو په اړه هره پرېکړه چې د کمېسیون وي، دوی یې درناوی کوي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي