په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰ طالبان وژل شوي دي

15 میزان 1398 ساعت 14:10

ملي دفاع وزارت وایي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر وسله والو طالبانو مرګوني بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


ملي دفاع وزارت وایي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر وسله والو طالبانو مرګوني بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د تلې ۱۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو په تخار، قندوز، غزني، میدان وردګ، ننګرهار، فاریاب، کاپیسا، هلمند او اروزګان کې ۲۴ ځمکني او هوایي بریدونه کړي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د ۹ داعشیانو په ګډون ۱۰۲ وسله وال طالبان وژلي او ۷۴ نور یې ټپیان کړي دي.

دفاع وزارت خپل لوري ته د زیان اوښتو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو غبرګون ښودلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121110

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121110/

جمهور
  https://www.jomhornews.com