۰

په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰ طالبان وژل شوي دي

دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۰
ملي دفاع وزارت وایي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر وسله والو طالبانو مرګوني بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰ طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت وایي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر وسله والو طالبانو مرګوني بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د تلې ۱۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو په تخار، قندوز، غزني، میدان وردګ، ننګرهار، فاریاب، کاپیسا، هلمند او اروزګان کې ۲۴ ځمکني او هوایي بریدونه کړي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د ۹ داعشیانو په ګډون ۱۰۲ وسله وال طالبان وژلي او ۷۴ نور یې ټپیان کړي دي.

دفاع وزارت خپل لوري ته د زیان اوښتو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو غبرګون ښودلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي