۰
حوا علم نورستاني:

له ناټو او برېتانیا مو غوښتي، چې پر کمېسیون د ځینو نوماندانو د فشار راوړلو مخنوی وکړي

سی شنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۷
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وایي، کمېسیون د ځینو نوماندانو تر فشار لاندې دی او ترې غواړي، چې د ټاکنو پایلې ژر اعلان کړي.
له ناټو او برېتانیا مو غوښتي، چې پر کمېسیون د ځینو نوماندانو د فشار راوړلو مخنوی وکړي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وایي، کمېسیون د ځینو نوماندانو تر فشار لاندې دی او ترې غواړي، چې د ټاکنو پایلې ژر اعلان کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن نورستاني دغه څرګندونې له آزادۍ رادیو سره مرکه کې کړې او ویلي یې دي، کابل کې د ناټو او برېتانیا له سفارتونو مو غوښتي، چې له نوماندانو وغواړي، چې پر کمېسیون فشار را نه وړي.

نورستاني دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې کابل کې د ناټو سفیر نیکولاس کي او د برېتانیا سفیر والسیون بلک د تېرې یکشنبې په ورځ کمېسیون ته ورغلل او د دغه کمېسیون د رهبرۍ له غړو سره یې وکتل.

مېرمن نورستاني ویلي، په دغه کتنه کې یې له دې دوه چارواکو غوښتي، چې د نوماندانو د دغه فشارونو مخینوی وکړي او پرېږدي، چې کمېسیون خپلې چارې مخ ته یوسي.

هغې د کوم نوماند نوم وانخیست خو ویې ویل، سره له دې چې کمېسیون مهال وېش لري او د هغې سره سم مخ ته روان دی خو ځینې شنونکي او نوماندان پر کمېسیون فشار راوړي، چې هلی ژر کړی پایلې اعلان کړی.

د ناټو او برېتانیا سفیرانو هم له کمېسیون څخه تر لیدنې وروسته په ټوېټر له نوماندانو وغوښتل، چې بیړه دې نه کوي، بلکې د رایو دقیق شمېرل حوصله غواړي.

دوی پر نوماندانو غږ وکړو چې د ټاکنو کمېسیون په چارو کې له مداخلې ډډه وکړي او پرېږدي، چې کمېسیون په پوره شفافیت سره خپل کارونه مخ ته یوسي او د ټاکلي مهال وېش سره سم د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټیم غړي فضل احمد معنوي د ټاکنو پر کمېسیون نیوکه وکړه، چې کارونه یې پڅ روان دي.

نوموړي و ویل، کمېسیون کله پلمه کوي، چې نېټ کار نه کوي، کله تخنیکي مشکل ښيي، ولې په هر دلیل چې وي دا شک رامنځ ته کوي، چې ولې کارونه پڅ روان دي او ځنډ په کې رامنځ ته کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي