۰
ترکیې ته د ټرمپ خبرداری!

که مو سوریه کې د کردانو ضد عملیات پیل کړل، اقتصاد مو در تبا کوم

سی شنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۴
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سوریې د خپلو سرتېرو ایستلو د امر تر څنګ ترکیې ته خبرداری ورکړی، چې سوریه کې د کردانو پر ضد عملیات ونه کړي.
که مو سوریه کې د کردانو ضد عملیات پیل کړل، اقتصاد مو در تبا کوم
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سوریې د خپلو سرتېرو ایستلو د امر تر څنګ ترکیې ته خبرداری ورکړی، چې سوریه کې د کردانو پر ضد عملیات ونه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ په یوه ټوېټ کې ویلي، له سوریې څخه د ځواکونو ایستل یې ښه کار کړی او امریکایان نور باید له بې ګټې او اږدو جګړو څخه راوباسي.

نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، همدا اوس له کرد پلوه مېلشو څخه د واشنګټن ملاتړ ډېر قیمتي ورته تمامېږي او نور له سوریې څخه تر وتلو وروسته باید ترکیه او کردان خپلې ستونزې په خپلو کې سره حل کړي.

خو په ورته وخت کې یې ترکیې ته هم خبرداری ورکړی، چې که سوریه کې د کردانو پر ضد د عملیاتو پرېکړه وکړي، نو د دغه هېواد اقتصاد به ور تباهکړي.

نوموړي ویلي، ترکیه حق نه لري، چې سوریه کې د کرد وسله والو پر ضد عملیات پیل کړي او په وینا یې که دا کار وکړي، نو د ترکیې اقتصاد به په بشپړه توګه و ختم او تباه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار کړي، چې د کردانو پر ضد د ترکیې عملیات له حده د وتلو په مانا ده.

خو ترکیې تېره ورځ اعلان کړی و، چې د سوریې په ځينو برخو کې به د وسله والو ترهګرو پر ضد عملیات کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي