۰

د غزني پوهنتون کې چاودنې ۱۹ محصلین ټپیان کړي دي

سی شنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۱
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د غزني ولایت پوهنتون کې د شوې چاودنې له امله ۱۹ تنه زده کوونکي ټپیان شوي خو څوک وژل شوي نه دي.
د غزني پوهنتون کې چاودنې ۱۹ محصلین ټپیان کړي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د غزني ولایت پوهنتون کې د شوې چاودنې له امله ۱۹ تنه زده کوونکي ټپیان شوي خو څوک وژل شوي نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، دغه چاودنه نن سه شنبې د تلې ۱۶ مه سهار ۹:۴۰ بجې د غزني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځۍ په یوه ټولګي کې رامنځ ته شوې ده.

د ولایت له مقام څخه خپره شوې خبرپانه زیاتوي، په دغه چاودنه کې ۱۹ تنه ټپیان شوي، چې ۱۲ یې ښځینه محصلین او ۷ نور نارینه دي.

دوی وایي، د پېښې ټپیان ټول د درملنې په موخه د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي، چې روغتیايي حالت یې ښه دی.
د ولایت مقام زیاته کړې، چې د چاودنې نوعیت تر اوسه معلوم نه دی خو پلټنې روانې دي.

خو تر دې وړاندې د غزني د پولیسو ویاند احمد خان سیرت ویلي و، چې یاده چاودنه په ټولګي کې د اېښودل شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

ویل کېږي دغه چاودنه د ښوونې او روزنې د ادبیاتو د فارسي څانګې په څلورم ټولګي کې رامنځ ته شوې ده.

د غزني د ملکي روغتون مشر باز محمد همت هم وايي، دوی ته ۱۸ ټپیان وروړل شوي، چې ۱۳ نجونې او ۵ نور یې هلکان دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري اژانس:غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي