۰

ملي امنیت د هند لپاره د القاعده پاکستاني مشر وژل کېدل تایید کړل

چهارشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۲۸
د ملي امنیت عمومي ریاست تاييد کړه، چې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د هند لپاره د القاعده شبکې پاکستانی مشر عاصم عمر وژلی دی.
ملي امنیت د هند لپاره د القاعده پاکستاني مشر وژل کېدل تایید کړل
د ملي امنیت عمومي ریاست تاييد کړه، چې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د هند لپاره د القاعده شبکې پاکستانی مشر عاصم عمر وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه عملیات د تلې میاشتې په لومړۍ نېټه د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ په تخته پول د ملي امنیت د ۰.۳ قطعې له خوا د القاعده او طالبانو پر یوه پټنځای تر سره شول.

که څه هم په دغه عملیاتو کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه، خو هغه مهال دفاع وزارت ویلي و، چې په دې عملیاتو کې د القاعده د پنځو قوماندانانو په ګډون ۲۲ وسله وال وژل شوي و، چې زیاتره یې بهرنیان و.

هغه مهال ملي امنیت ریاست هم تایید کړه، چې د هلمند موسی کلا ولسوالۍ کې د شویو عملیاتو پر مهال د القاعده شبکې غړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

خو اوس یې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړې، چې په دې عملیاتو کې د هند لپاره د القاعده شبکې پاکستانی مشر عاصم عمر له څو نورو مهمو قوماندانانو سره وژلی دی.

ملي امنیت وايي، په دغه عملیاتو کې اکثر وژل شوي وسله وال پاکستانیان و، او په دې سره د القاعده شبکې یوه قوي کړۍ له منځه یووړل شوه.

هغه مهال په راپورونو کې دا هم ویل شوي و، چې په عملیاتو کې د القاعده شبکې د مهم غړي او د هند لپاره د دغه شبکې مشر عمر عاصم مېرمن هم ملي امنیت ځواکونو نیولې.

خو ملي امنیت په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي