د برېښنا شرکت وایي، ناپېژانده وسله والو د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا د یوې ستنې په الوزولو سره پر کابل برېښنا پرې کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برېښنا شرکت په یوه خبرپانه کې ویلي، ناپېژانده وسله والو تېره شپه ۱:۳۰ دقیقې د کابل په ۱۱۱ کیلومترۍ د پروان ولایت د سالنګ ولسوالس تنګي آجان سیمه کې د برېښنا یوې پایې ته ماین ایښی او الوزولې یې ده.
سرچینه زیاتوي، چې د دغه ستنې په مکمل تخریب سره د کابل په ګډون پر ټولو ولایتونو ۲۲۰ ولټه وارداتي برېښنا پرې شوې ده.
په ورته وخت کې برېښنا شرکت وایي، په همدې شپه کې د برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکي سیمې ته رسېدلي او د نړول شوې پایې د بیا رغولو او برېښنا مزو د تړلو کار یې پیل کړی دی.
برېښنا شرکت یو ځل بیا پر ټولو ښکېلو غاړو غږ کړی، چې برېښنا یو له عامه ګټو څخه ده، چې د جنګي، سیاسي، شخصي او صلیقوي چلندونو ښکار باید نه شي، او خلکو ته ستونزې جوړې نه کړی شي.
جمهورخبري آژانس:کابل