۰

طالبانو د القاعده د یوه مشر عاصم عمر وژل کېدل رد کړل

چهارشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۴
وسله والو طالبانو د ملي امنیت هغه خبر رد کړی، چې ویلي یې دي، د هلمند موسی کلا ولسوالۍ کې یې د هند لپاره د القاعده شبکې پاکستانۍ مشر عاصم عمر وژلی دی.
طالبانو د القاعده د یوه مشر عاصم عمر وژل کېدل رد کړل
وسله والو طالبانو د ملي امنیت هغه خبر رد کړی، چې ویلي یې دي، د هلمند موسی کلا ولسوالۍ کې یې د هند لپاره د القاعده شبکې پاکستانۍ مشر عاصم عمر وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت د تلې په لومړۍ نېټه د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ په تخته پل سیمه کې عملیات وکړل.

هغه مهال ملي امنیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، عملیات یې د القاعده شبکې په یوه مرکز کړي، چې په کې یې د یادې ډلې د پنځو قوماندانانو په ګډون ګڼ شمېر وسله وال وژلي، چې زیاتېره یې پاکستانیان دي.

تر دې وروسته ملي امنیت پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړې، چې په دې عملیاتو کې د هند لپاره د القاعده شبکې مشر عاصم عمر چې پاکستانی دی وژل شوی دی.

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر د ملي امنیت دغه ادعا په کلکه رد کړې او ویلي یې دي، چې د هلمند په موسی کلا کې د شویو عملیاتو پر مهال یوازې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

طالبانو دغه ډول څرګندونې د ملي امنیت تبلیغات بللي، چې په وینا یې هڅه کوي، د ملکي وګړو په مرګ ژوبلې پرده واچوي او له مسوولیت نه ځان خلاص کړي.

د یادونې ده، چې ملي دفاع وزارت هغه مهال تر عملیاتو یوه ورځ وروسته ویلي و، چې په موسی کلا کې د شویو عملیاتو پر مهال د القاعده شبکې د مهمو غړو په ګډون ۲۲ وسله وال وژل شوي، چې زیاتره یې پاکستانیان دي.

له دې سره تر څنګ دا راپورونه هم ورکړل شول، چې ګڼې په دې عملیاتو کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري نېږدې کس عاصم عمر وژل شوی او مېرمن یې نیول شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي