۰
د مالي اقدام نړیوال بنسټ:

پاکستان لا هم د ترهګرو ملاتړ کوي، ډېر ژر به یې په تور لېست کې شامل کړو

چهارشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۱
د مالي اقدام نړیوال بنسټ وایي، پاکستان لا هم د ترهګرو ملاتړ کوي او په خپل هېواد کې یې د ترهګرو د مالي سرچینو په وچولو کې اقدام نه دی کړی.
پاکستان لا هم د ترهګرو ملاتړ کوي، ډېر ژر به یې په تور لېست کې شامل کړو
د مالي اقدام نړیوال بنسټ وایي، پاکستان لا هم د ترهګرو ملاتړ کوي او په خپل هېواد کې یې د ترهګرو د مالي سرچینو په وچولو کې اقدام نه دی کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد سازمان له دې وړاندې پاکستان د ترهګرو د ملاتړ په خاصر په تور لېست کې شامل کړی و او هغه مهال یې خبرداری ورکړی و، چې که دغه هېواد د ترهګرو له ملاتړه لاس وانخلي په تور لېست کې به یې شامل کړي.

اوس د مالي اقدام نړیوال بنسټ ویلي، چې پاکستان لا هم د ترهګرو د مالي سرچینو په وچولو کې هېڅ راز اقدام نه دی کړی او په نېږدې راتلونکې کې به پاکستان د ترهګرو د ملاتړ په تور لېست کې شامل کړي.

یاد بنسټ په ټینګار سره وايي، پاکستان د هغو ترهګرو پر وړاندې هېڅ راز اقدام نه دی کړی، چې د دغه هېواد په خاوره کې فعالیت کوي او روزنځایونه لري.

دغه راز سرچینه زیاتوي، چې پاکستان د ترهګرو د مالي منابعو وچولو او پیسو مېنځلو د مخنیوي په برخه کې هم د پام وړ ګامونه نه دي اوچت کړي.

د مالي اقدام نړیوال بنسټ وايي، په پاکستان کې لا هم ترهګر فعالیت کوي، مرکزونه لري او پراخې مالي سرچینې لري چې باید له منځه یوړل شي.

ښایي په نږدې وختونو کې پاکستان د ترهګرو د ملاتړ له امله ددغه نړیوال سازمان په تور لېست کې شامل کړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي