۰
د عامې روغتیا وزیر:

افغانستان کې د معتادینو ورځنۍ لګښت ۳ میلیون ډالره دی

چهارشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۱
د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز وايي، په افغانستان کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو ورځنۍ لګښت درې میلیون ډالره دی.
افغانستان کې د معتادینو ورځنۍ لګښت ۳ میلیون ډالره دی
د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز وايي، په افغانستان کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو ورځنۍ لګښت درې میلیون ډالره دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي فیروز دغه څرګندونې نن چهارشنبې د تلې ۱۷ مه د ولسي جرګې په عمومي غونده کې د خبرو پر مهال وکړې.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلی فیروز او د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معین په هېواد کې په نشه د روږدو کسانو د زیاتېدو او د نشه يي توکو د تولید او قاچاق د زیاتوالي په تړاو ولسي جرګې ته استجواب شوي وو.

ښاغلي فیروز او د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معین محمد هاشم ارتاق وکیلانو ته په خبرو کې د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د بودجې له کموالي یادونه وکړه.

دوی ویل، چې بهرنیو مرسته کوونکو د معتادینو د درملنې، د نشه يي توکو د تولید، قاچاق او پلور د مخینوي په برخه کې خپلې مرستې پرې کړې او افغان دولت هم ورته کافي بودجه نه لري.

د عامې روغتیا وزیر و ویل، چې دولت روان کال د معتادینو د درملنې لپاره یو میلیارد افغانۍ ځانګړې کړې وې، خو تر اوسه د دغه پیسو نیمايي هم وزارت ته نه دي ورکړل شوې.

د هغه په وینا په همدې خاطر د روږدو کسانو د درملنې روغتونو د پراختیا پلان نیمګړی پاتې شو او یا هم په ځینو برخو کې هېڅ پیل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې له دې ستونزو سره سره اوس مهال د نشه يانو د درملنې ۱۱۰ مرادنه او ۲۷ ښځینه مرکزونه په هېواد کې فعالیت لري.

د عامې روغتیا وزیر وايي، د هغو شمېرو له مخې، چې په افغانستان کې په نشه د روږدو کسانو شمېر ۳ میلیونه دی نو که چېرې هر نشه يي د ورځې یو ډالر مصرف کړي، ورځنۍ ټولیز لګښت یې ۳ میلیون ډالرو ته رسېږي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معین و ویل، چې سږ کابل په هېواد کې د کوکنارو په کښت کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د ۵۰۰ هکتاره ځمکې څخه کوکنار پاک کړي دي.

نوموړي، ترهګري، نشه يي توکي او فساد هېواد کې یو خبیث مثلث وباله چې په وینا یې د مبازې لپاره یې منظم پلان شتون لري، خو د دغه وزارت برنامې په منظم ډول نه تمویلېږي.

اورتاق دغه راز و ویل، چې د نشه يي توکو سره د مبارزې ځواکونو د روان کال له پیله تر اوسه پورې د هېواد په کچه د نشه يي توکو د تولید ۸۵ کارخانې او دغه راز ۴۷۸ ټنه نشه يي توکي له منځه وړي دي.

دغه راز هغه فساد د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې لوی لامل وباله، چې په وینا یې په تېرو شپږو میاشتو کې د یاد معنیت ۱۰ تنه کارکوونکي، چې د مدیرانو او امرینو په کچه و، د فساد او نشه يي توکو د پلور په تور عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معین دا هم و ویل، چې سږ کال دوه لوی قاچاق وړونکي، چې دوه ځلې په بدخشان کې نیول شوي دي، هم عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي