مالیې وزارت:

د تېر کال په پرتله مو لس میلیارده افغانۍ زیاته مالیه راټوله کړې

18 میزان 1398 ساعت 11:34

د مالیې وزارت وايي د روان ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل د اکتوبر تر اوومې پورې یې ۱۴۴ میلیارده افغانۍ مالیات راټول کړي دي.


د مالیې وزارت وايي د روان ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل د اکتوبر تر اوومې پورې یې ۱۴۴ میلیارده افغانۍ مالیات راټول کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت د مطبوعاتو رییس او ویاند شمروزخان مسجدي ویلي، په ۲۰۱۹ کال کې د تېر ۲۰۱۸ کال د همدې مودې په پرتله دغه وزارت لس میلیارده افغانۍ زیاته مالیه راټوله کړې ده.

د پیسو نړیوال وجهې صندوق په روان کال کې د افغانستان لپاره د پیسو د راټولولو هدف ۱۹۵ میلیارده افغانۍ اټکل کړی دی.

د مالیې وزارت چارواکي وايي هڅه کوي، چې د تېرکال په پرتله سږ کال د عوایدو کچه لوړه لوړه کړي.

مالیې وزارت تر دې وړاندې هم ویلي و دوی د پیسو د نړیوال وجهي صندوق هغه غوښتنې نېږدې پوره کړې، چې وړاندې یې افغانستان ته ټاکلې وې.

د مالیې وزارت د چارواکو په وینا د همدې ژمنو پوره کېدو ته په کتو به افغانستان د پیسو د نړیوال صندوق له خوا په نړیواله جوړېدونکې غونډه کې په ښه ډول خپل راپور وړاندې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121212

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121212/

جمهور
  https://www.jomhornews.com