۰
مالیې وزارت:

د تېر کال په پرتله مو لس میلیارده افغانۍ زیاته مالیه راټوله کړې

پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۴
د مالیې وزارت وايي د روان ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل د اکتوبر تر اوومې پورې یې ۱۴۴ میلیارده افغانۍ مالیات راټول کړي دي.
د تېر کال په پرتله مو لس میلیارده افغانۍ زیاته مالیه راټوله کړې
د مالیې وزارت وايي د روان ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل د اکتوبر تر اوومې پورې یې ۱۴۴ میلیارده افغانۍ مالیات راټول کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت د مطبوعاتو رییس او ویاند شمروزخان مسجدي ویلي، په ۲۰۱۹ کال کې د تېر ۲۰۱۸ کال د همدې مودې په پرتله دغه وزارت لس میلیارده افغانۍ زیاته مالیه راټوله کړې ده.

د پیسو نړیوال وجهې صندوق په روان کال کې د افغانستان لپاره د پیسو د راټولولو هدف ۱۹۵ میلیارده افغانۍ اټکل کړی دی.

د مالیې وزارت چارواکي وايي هڅه کوي، چې د تېرکال په پرتله سږ کال د عوایدو کچه لوړه لوړه کړي.

مالیې وزارت تر دې وړاندې هم ویلي و دوی د پیسو د نړیوال وجهي صندوق هغه غوښتنې نېږدې پوره کړې، چې وړاندې یې افغانستان ته ټاکلې وې.

د مالیې وزارت د چارواکو په وینا د همدې ژمنو پوره کېدو ته په کتو به افغانستان د پیسو د نړیوال صندوق له خوا په نړیواله جوړېدونکې غونډه کې په ښه ډول خپل راپور وړاندې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي