۰

ټرمپ بیا له افغانستان د ځواکونو په ایستلو ټینګار کړی دی

شنبی ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۳
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړي، چې له افغانستان څخه به خپل ځواکونه وباسي او ځکه امریکا نور بهر کې شتون ته لېوالتیا نه لري.
ټرمپ بیا له افغانستان د ځواکونو په ایستلو ټینګار کړی دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړي، چې له افغانستان څخه به خپل ځواکونه وباسي او ځکه امریکا نور بهر کې شتون ته لېوالتیا نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ ویلي، چې د دوی ځواکونه ۱۹ کاله افغانستان کې جګړه وکړه او اوس د دې وخت رارسېدلي، چې بېرته خپل کور ته ستانه شي.

ټرمپ چې په مینیسوتا ایالت کې یې یوې انتخاباتي غونډې ته خبرې کولې و ویل تر ټولو سخته شېبه ورته هغه وي، چې کله په افغانستان کې د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته د هغوی د مرګ خبر لاسلیکوي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې«والدینو ته د لیکونو لاس لیک کول تر ټولو مشکل کار دی چې باید ویې کړم، زړه مې ماتوي.،بیا هم غواړي چې پاته شم، زه نه غواړم چې پاته شم، ټاکل شوی وه موږ ٣٠ ورځې په سوریه کې پاته شو، اوس نژدې لس کاله شول. ټاکل شوی وه چې لنډه موده په افغانستان کې پاته شو، اوس نژدې ١٩ کاله شول، چې هلته یو. وخت یې رارسیدلی چې (خپل سرتیري) کور ته راوړوو.»

د ټرمپ په وینا دوی هغه کار کړی، چې لازم و او اوس په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو رول پولیسو ته پاتې شوی دی.

ټرمپ یو ځل بیا پر داسې مهال له افغانستانه د ځواکونو پر ایستلو ټینګار کوي، چې ګڼو پخوانیو پوځي او سیاسي شنونکو خبرداری ورکړی، چې له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو سره به دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل او نړۍ ته به ګواښ ترې پېښ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي