۰

افغان ځواکونو تخار کې د طالبانو یو مهم مرکز نیولی دی

یکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۴
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو په تخار ولایت کې د وسله والو طالبانو د سوق او ادارې یو مهم مرکز نیولی دی.
افغان ځواکونو تخار کې د طالبانو یو مهم مرکز نیولی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو په تخار ولایت کې د وسله والو طالبانو د سوق او ادارې یو مهم مرکز نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د تخار امنیه قوماندان سید معراج الدین سادات زیاتوي، چې د طالبانو دغه مهمه اډه او مرکز د تخار د ینګي کلا ولسوالۍ په شهر کهنه سیمه کې موجود و.

د هغه په وینا دغه ځای له تېرو څلورنیمو کلونو راهیسې د طالبانو په لوکه کې و او هلته یې یو د سوق او ادارې یو مهم مرکز جوړ کړی وو، چې افغان ځواکونو ترې ونیوه.

نوموړي زیاتوي، چې پر دغه مرکز د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د تخار امنیه قوماندان وایي، د شهر کهنه تر څنګ په دې عملیاتو کې پنځه نور لوی کلي هم د طالبانو له شتون څخه په مکمل ډول پاک کړل شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:تخار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي