د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، هېواد یې هڅه کوي، چې د سعودي عربستان او ایران تر منځ راپورته شوي کړکېچ په حل کې مرسته او تر منځ یې خبرو ته زمینه برابره کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې ایران ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان تر سفر وروسته کړې دي.
عمران خان پرون تهران ته تللی او د ایران د ولسمشر حسن روحاني په ګډون یې له یو شمېر ایراني چارواکو سره لیدلي او پر ځینو مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تهران ته د خپل سفر پر مهال ویلي، غواړي د ایران او سعودي عربستان ترمنځ خبرو اترو ته زمینه برابره کړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، تهران ته د عمران خان د سفر موخه په سیمه کې د امنیت او سولې په اړه خبرې اترې وې.
په ورته وخت کې خان په تهران کې د یاد هېواد له ولسمشر حسن روحاني سره یو ګډ خبري کنفرانس ته ویلي، پاکستان نه غواړي د سعودي او ایران ترمنځ کړکېچ وي.
نوموړي زیاته کړې، چې دی به د راتلونکې سه شبنې په ورځ سعودي ته لاړ شي او له سعودي چارواکو سره به هم په دې اړه خبرې اترې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل