۰

پارلمان ته نېږدې درې راکټونه ولګېدل

دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۳
امنیتي چارواکي وایي، پلازمېنه کابل کې ملي شورا ته نېږدې درې راکټونه لګېدلي، خو په خوښي چې هېچا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
پارلمان ته نېږدې درې راکټونه ولګېدل
امنیتي چارواکي وایي، پلازمېنه کابل کې ملي شورا ته نېږدې درې راکټونه لګېدلي، خو په خوښي چې هېچا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دغه درې راکټونه نن دوشنبې د تلې ۲۲ مه سهار شاوخوا ۱۰ بجې د پارلمانۍ ودانۍ ته نېږدې لګېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه، د راکټونو لګېدو له امله هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی او تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه راکټونه له کوم لوري توغول شوي، خو امنیتي ځواکونو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

تر اوسه د دغه راکټي برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې سه شنبې په ورځ هم پارلمان ته نېږدې دوه راکټونه لیګدلي و، چې زیان یې نه درلود.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي