۰
سرچینې:

ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د سولې خبرې بیا پیلېږي

دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۶
طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته به سمدستي د سولې خبرې بیا پیل شي.
ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د سولې خبرې بیا پیلېږي
طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته به سمدستي د سولې خبرې بیا پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې زیاتوې د سولې خبرو بیا پیل به له صفر څخه نه وي، بلکې له همغه ځایه به پیلېږي، چې درېدلې وې او ټرمپ لغوه کړې وې.

طالبانو ته نېږدې کس وحید مژده هم جمهور خبري آژانس ته تلېفوني مرکه کې و ویل، چې په اسلام آباد کې د طالبانو او خلیلزاد په لیدنه کې د خبرو د بیا پیل موضوع یاده شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، کله چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان شي ورسره سم به د سولې په ټپه درېدلې خبرې هم بیا پیل شي.

دی وایي، دا چې د ټاکنو د پایلو د اعلان کره نېټه ده ښودل شوې نو ځکه خلیلزاد هم ونه غوښتل، ټاکنې تر اغېر لاندې راولي او د سولې د خبرو د بیا پیل په اړه څه و وايي.

ښاغلي مژره و ویل« د سولې خبرې به له هماغه ځایه پیلېږي، په کوم ځای چې درېدلې وې، له صفر نقطې څخه به هیڅ نه پیلېږي.»

برېتانوی تلګراف او والسټریټ ژورنال ورځپاڼو هم لیکلي، چې امریکا د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره هڅې پیل کړې او د همدې لپاره خلیلزاد له امریکایي ديپلوماتانو سره معلومات شریک کړي دي.

تلګراف لیکلي، د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره د امریکا لومړی شرط د طالبانو له خوا اوربند کول، چې ورسره سم ښایي د سولې خبرې پیل شي.

والسټرېټ ژورنال ورځپاڼې هم ویلي، که طالبان تاوتریخوالی کم کړي او د تېر کال د لوی اختر په شان لنډ اوربند اعلان کړي ښايي د سولې خبرې بیا پیل شي.

تر دې وړاندې افغان حکومت هم ویلي، چې اوس مهال یې د ټاکنو تر سره کېدو په موخه خبرې ځنډولې او کله چې ټاکنې پای ته ورسېږي، نوی حکومت به له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي