جاپان د سوار زده کړې په برخه کې له افغانستان سره د ۷.۲ میلیون امریکایي ډالرو مرستې اعلان وکړ، چې هوکړه لیک یې له یونسکو سره لاسلیک شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر دغه هوکړه لیک نن چهارشنبې د تلې ۲۴ مه کابل کې د جاپان سفارت شارزدافیر تاکاهاشي یوشیاکې او یونسکو د استازي تر منځ لاسلیک شو.
په افغانستان کې د جاپان سفارت شارزدافیر تاکاهاشي یوشیاکې د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال ویلي، دا پیسې به له ۱۵ تر ۲۴ کاله عمر لرونکو افغانانو لپاره د سواد زده کړې پر پروژو ولګول شي.
شارزدافیر تاکاهاشي یوشیاکې وايي، له دې مرستې څخه یې موخه په افغانستان کې د سواد زده کړې وده ده.
جمهورخبري آژانس:کابل