د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېتې دوو تنو غړو ویلي، چې دوی د افغانستان د سولې پروسې ته خوشبینه دي او کېدای شي د سولې خبرې بیا پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د کانګرس دغه دوه تنو غړو، چې په دې وروستیو کې افغانستان ته هم سفر کړی و، دغه څرګندونې د امریکا د سولې انستېتیوت په یوه ناسته کې کړې دي.
دوی ویلي، چې د طالبانو او زلمي خلیلزاد ترمنځ د سولې مذاکراتو د بیا پيل په تړاو خوشبیني ښيي.
سوسن داویس وایي، ممکن د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې بیا پیل شي او دا په افغانستان کې د سولې لپاره یو ښه اقدام دي.
په ورته وخت کې د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې بلې غړې بیا ټینګار کړي، چې د سولې پروسې باید ټول شموله وي.
پر همدې مهال د امریکا د سولې انسټیټیوټ ریيس وايي، افغانان اوس تر بل هر وخت ډېر سولې ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون په یوه ټوېټ کې ویلي، چې د افغان سولې په اړه یې د امریکا د پوځ له نوي مشر سره کتلي دي.
نوموړي ویلي، په دغه کتنه کې دواړو لورو موافقه کړې، چې د افغانستان جګړې ته به د سیاسي لارو چارو حل لار پیدا کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل