لغمان کې یوه معتاد خپله مور وژلې، پلار او ورور یې ټپیان کړي

28 میزان 1398 ساعت 10:13

سیمه ییز چارواکي وایي، لغمان ولایت کې په نشه يي توکو یو روږدي کس د ټوپک په ډزو خپله مور وژلې، پلار او ورور یې ټپیان کړي دي.


سیمه ییز چارواکي وایي، لغمان ولایت کې په نشه يي توکو یو روږدي کس د ټوپک په ډزو خپله مور وژلې، پلار او ورور یې ټپیان کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زي ویلي، دغه پېښه تېره شپه (د تلې ۲۷ مه) د لغمان ولایت په قرغییو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي یو تن چې په نشه يي توکو روږدی وو د خپلې کورنۍ له غړو سره لومړی لفظي شخړه کړې او وروسته یې پرې ډزې کړې دي.

دی وایي، په دغه پېښه کې په نشه يي توکو د روږدي کس مور وژل شوې، پلار او ورور یې ټپیان شوي دي.

د لغمان د والي ویاند وایي، برید کوونکی له سیمې په تېښته بریالی شوی خو پولیسو یې د نیولو په لټه کې دي.

جمهورخبري آژانس:لغمان
 
 
 


د مطلب کود: 121491

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121491/

جمهور
  https://www.jomhornews.com